کاناډا کې یوه کس د چړې په ګوزارونو دوه تنه وژلي

کاناډايي پوليس

د کاناډا په کوبیک ښار کې یوه کس د چړې په ګوزارونو دوه تنه وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

پېښه بېګا د کوبیک ښار د ملي شورا ودانۍ شااوخوا شوې ده.

پولیسو ویلي چې بریدګر یې نن سهار نیولی دی.

د کوبیک ښار چارواکو له خلکو غوښتي په کورونو کې پاتې شي ځکه لا هم د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

کوبیک څه باندې پنځه لکه اوسېدونکي لري چې اکثر یې فرانسوي-کاناډایان دي.