چارواکي: بدخشان کې طالبانو د پولیو واکسین مخه نیولې

ارشیف، د پوليو واکسين لړۍ

د بدخشان د عامې روغتیا چارواکي طالبان تورنوي چې د څه باندې ۴۰ زره ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین مخه نیولې ده.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نور خاوري ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو ویلي چې کور په کور واکسین دې نه‌کېږي، بلکې یوازې دې په کلینیکونو کې واکسین وشي. ۴۰ زره ماشومان له واکسین پاتې شوي چې اکثر یې د یمګان، راغستان، جرم او وردوج ولسوالیو اوسېدونکي دي."

نور خاوري ویلي د طالبانو دې کار ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین له اخیستلو پاتې کړي.

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې د بدخشان د چارواکو تور رد کړی او ویلي یې دي چې طالبانو هېڅکله په ماشومانو د واکسین د تطبیق مخنیوی نه‌دی کړی.

پولیو یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې د ملا د ستن مهمې عصبي رشتې یا نخاع زیانمنوي او بدن فلجوي.