یو اېن اېچ سي ار: هلمند کې له تازه بې‌ځایه شویو سره مرستې دوام لري

هلمند کې بي‌څایه شوې کورنۍ

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري 'یو اېن اېچ سي ار' ویلي چې په هلمند کې له تازه بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرستې دوام لري.

دې ادارې نن په خپل ټویټر باندې دا خبره لیکلې.

د 'یو اېن اېچ سي ار' په خبره تر دې دمه د ګډو هڅو او همغږیو له امله څه باندې ۱۰ زره کسانو ته چې یو نیم زر کورنۍ کېږي مرستې رسول شوي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې په مرسته شویو موادو کې خېمې، نغدې پيسې او اړین غیر خوراکي مواد شامل دي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه ځینو حوزو او شااوخوا درېیو ولسوالیو کې د اکټوبر له ۱۰مې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ سختې نښتې پیل شوي چې لا هم روانې دي.

د جګړو له امله دواړو خواو ته په درنې مرګ‌ژوبلې سربېره لږترلږه ۳۰ زره ملکیان هم د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او اوس په سختۍ په ښار او ځینو امن سیمو کې اوسي.