د افغان بیمې او سوداګرۍ خونې د بیمې د ورکړې هوکړه لیک لاسلیک کړه

په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي رئیس ویلي چې د دغې هوکړې له مخې به د یاد شرکت له خوا افغان سوداګرو او پانګه والو لپاره د بیمې خدمتونو ارزول کېږي.

د افغان بیمې ملي شرکت او په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې ترمنځ د ګډو همکاریو او افغان سوداګرو ته د بیمې د ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو.

په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي رئیس سید زمان هاشمي ازادي راډیو ته ویلي چې د دغې هوکړې له مخې به د یاد شرکت له‌خوا افغان سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د بیمې خدمتونو ارزول کېږي، څو د دوی قناعت ترلاسه او خپل سوداګریز مالونه بیمه کړي.

په ورته وخت کې د افغان بیمې ملي شرکت رئیس میوند فراهي وايي، دوی به هڅه وکړي چې د بیمې په برخه کې د افغان سوداګرو قناعت ترلاسه کړي، څو د افغان سوداګرو مالونه په ځانګړې توګه صادراتي مالونه بیمه شي.