د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګمرکي اطلاعاتو هوکړه لاسلیک شوه

شمروز خان مسجدي وايي، دغه هوکړه‎لیک د افغانستان د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیس محمد خلیل صالح‎زاده پاکستان ته د سفر پرمهال لاسلیک کړه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې هوکړهلیک لاسلیک شو.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ازادي راډیو ته وویل چې دغه هوکړه‎لیک د افغانستان د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیس محمد خلیل صالح‎زاده پاکستان ته د سفر پرمهال د پاکستان د ګمرکونو د بورډ لوړپوړي غړي محمد طارق سره لاسلیک کړی دی.

د دغه هوکړې له مخې به، د دواړه ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په ګمرکي اړیکو، سوداګریزو تسهیلاتو، د فساد پر ضد مبارزه او دغه‎شان د صادارتو او وارداتو په برخه کې شفافیت تأمین شي.

ښاغلي صالح‎زاده په پاکستان کې له مېشت افغان سوداګرو سره هم لیدلي او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت او ګمرکوو په برخه کې د افغان سوداګریزو ستونزې یې له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړې.