صالح: پاکستان سفارت دې د خپلو ورځنیو ویزو شمېر روښانه کړي

امرالله صالح

د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال ویلي د پاکستان سفارت دې د خپلو ورځنیو ویزو شمېر روښانه کړي.

امرالله صالح دا خبره نن په خپل فېس‌بوک باندې لیکلې ده.

هغه ویلي هدف دا دی چې د پاکستان د ویزو لپاره د افغان مراجعینو په لیکو کې نظم رامنځته شي او خلک د ده په خبره له ورځني عذاب او ګډوډیو خلاص شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال داسې وخت د پاکستان له سفارت د ویزو د شمېر د روښانه کېدو غوښتنه کړې چې د اکټوبر په ۲۱مه په ننګرهار کې د پاکستان د ویزو لپاره د ورټولو زرګونه افغانانو د ټېل ماټېل له امله ۱۲ ښځې ووژل شوې او ۱۰ تنه نور هم ټپیان شول.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي ګڼې ښې او انساني تګلارې شته چې د ویزو لپاره ورټولېدونکي افغانان پرې اداره او منظم شي.

پاکستان چې ډېر وخت‌یې د کرونا وبا په خاطر په افغانستان کې خپل قونسلي خدمات درولي و د اکټوبر په میاشت کې د ویزو صادرول پیل کړل.

د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي محمد صادق د ویزو لپاره د یوې نوې تګلارې له عملي کولو ډاډ ورکړی چې په خبره‌یې د افغانانو لپاره به زیاته اسانتیا رامنځته شي.