د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو نن په ترینکوټ کې اعتراض وکړ.
دوی غوښتنه کوي چې دولت دې د دهراوود ولسوالۍ د طالبانو له محاصرې خلاصه کړي او محاصره سرتېري دې وژغوري.
د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي بیا وايي چې د دهراوود ولسوالۍ امنیه قومانداني او بازار یې چې څو ورځې وړاندې طالبانو نیولي وو، تصفیه کړي دي.