د ترکیې په لوېدیځ کې په وروستۍ زلزلې کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱ ته ورسېد.
لا هم په کنډوالو کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.
د ژغورنې د عملیاتو په نتیجه کې نن یو اویا کلن سړی ژغورل شوی دی.
د ترکیې د عامې روغتیا وزیر فخرالدین خوجه ویلي اویا کلن احمد چیتیم چې شااوخوا دوه ورځې تر خاورو لاندې د ژغورونکي ټیم په هڅو وژغورل شو.
د جمعې په ورځ د ترکیې په درېیم ستر ښار ایزمیر کې زورورې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۶ درجې و، د ترکیې او یونان ګڼې برخې ولړزولې.
د زلزلې له کبله په ترکیه کې نهه سوه تنه ژوبل شوي هم دي.