د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نایجریا په شمال کې د یوه امریکايي برمته د خلاصون لپاره د متحده ایالاتو د پوځ د عملیاتو ستاینه وکړه.
۶ وسلهوالو د سې شنبې په ورځ د نایجر د جنوب د ماسالاتا د سیمې په یوه کلي کې یو امریکايي له خپل کوره برمته کړ او د هغه له کورنۍ څخهیې د پیسو غوښتنه وکړه.
برمتهګرو دغه امریکايي چې فلیپ والټن نومېږي، د نایجریا شمال ته تښتولی و.
ولسمشر ټرمپ پرون په یوه انتخاباتي غونډه کې وویل چې د امریکا زړهورو پوځیانو په یوه ډېر لیرې هېواد کې یو امریکايي تبعه وژغوره.
ده د امریکايي پوځیانو عملیاتو ته په اشاره ویلي، دا هغه کار و چې باید کړی یې وی ځکه چې برمتهګرو د یوه امریکايي له ژوند سره لوبې کولې.