زرګونه کسان د صربیا ارتدکس کلیسا مړه شوي رهبر ته درناوي لپاره راغونډ شول

په پام کې ده د ارتدکس کلیسا دغه مشر نن یکشنبه خاورو ته وسپارل شي.

په زرګونه کسانو پرون په مونته‌نګرو کې د صربیا د ارتدکس کلیسا مړه شوي رهبر ته د درناوي لپاره راغونډ شول.

میټروپولیټن امفیلو هیجه په کرونا ویروس تر اخته کېدو وروسته په روغتون کې بستر شوی و چې وروسته‌یې ساه ورکړه.

په پام کې ده د ارتدکس کلیسا دغه مشر نن یکشنبه خاورو ته وسپارل شي.

د صربیا ارتدکس کلیسا له خلکو غوښتي چې د دغه مذهبي مشر د جنازې مراسمو پر مهال ماسکونه وکاروي او له یو بله جسمي فاصله وساتي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په صربیا کې تر اوسه تر ۴۵ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۸۰۰ زیات کسان‌یې په نتیجه کې مړه شوي دي.