د امریکا ځانګړو ځواکونو یو امریکايي وګړی، په نایجریا کې له یرغمل نیوونکو وژغوره.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون پرون ناوخته وویل، دغه امریکايي وګړی تېره سې شنبه د وسلهوالو کسانو لهخوا په نایجر کې یرغمل او نایجریا ته اړول شوی و.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جانتن هافمن وویل، ژغورل شوی امریکایي وګړی خوندي او د دغه وزارت تر څارنې لاندې دی.
هافمن وايي د ژغورنې په عملیاتو کې کوم امریکايي پوځي ته زیان نهدی اوښتی.
په خبري اژانسونو کې ژغورل شوی ۲۷ کلن فلیپ والتُن معرفي شوی چې له خپلې کورنۍ سرهیې د نایجر په جنوب کې ژوند کاوه.