طالبان: بین‌الافغاني خبرو کې د منځګړي په نوم څوک نه‌شته

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم

طالبان وایي، که اړتیا پېښه شي قطر کولای شي د مذاکراتو له هر لوري سره په انفرادي توګه خپل نظر او مشورې شریکې کړي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ګوندې قطر او یو شمېر نور هېوادونه به په خبرو کې د په ټپه ولاړ حالت ماتېدو لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، بین‌الافغاني خبرو کې د منځګړي په نوم څوک نه‌شته او پرېکړه د مرکچي ټیمونو صلاحیت دی.

په همدې حال کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وایي، تر اوسه هم خبرو کې کوم پرمختګ نه‌دی شوی.

د دوحې خبرې د سپټمبر په ۱۲مه پیل شوي، خو تر اوسه دواړه لوري د عمومي خبرو پر اجنډا او تګلارې نه‌دي سلا شوي.