مېنسک کې سلګونه ښځو بیا د لوکاشینکا ضد مظاهره وکړه

د بلاروس پلازمېنه مېنسک کې اعتراض کوونکې

د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې نن سلګونه ښځو بیا مظاهره وکړه.

مظاهره‌چیان اوس هم له واکه د الکساندر لوکاشینکا لیرې کول غواړي.

دا مظاهرې یوه ورځ وروسته تر هغې کېږي چې لوکاشینکا له نویو ګمارل شویو امنیتي چارواکو سره وکتل او د معترضانو په وړاندې یې د "شدیدو" اقداماتو خبرداری ورکړ.

لوکاشینکا تازه د کورنیو چارو وزارت چارواکي بدل کړي او خپلې پولې یې تر یوې کچې وتړلې.

بلاروس کې د اګسټ د نهمې له ټاکنو وروسته اعتراضونه پیل شوي، دغو ولسمشریزو ټاکنو کې لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان شو، خو مخالفان‌یې نه‌مني.