د قزاقستان په لوی ښار الماتا کې د بشري حقونو سلګونه فعالانو اعتراض وکړ.
شاوخوا ۳۰۰ فعالانو نن په دغې راټولېدنه کې د سیاسي اصلاحاتو او دغهراز سیاسي انګېزو له مخې د عدلي تعقیب د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
الماتا کې چارواکو په یوه بېساري اقدام کې د دغې میاشتې په پیل کې دې اعتراض ته اجازه ورکړه.
له دې وړاندې دوه ځله فعالانو د اعتراض غوښتنه کړې وه، خو چارواکو اجازه نهوه ورکړې.
د دغه هېواد د قانون له مخې، هر سیاسي حرکت باید د چارواکو له اجازې وروسته ترسره شي، په منځنۍ اسیا او بهر کې ډېر خلک په دې باور دي چې دغه قانون د خلکو له مدني حق نه سرغړونه ده.