د ارزګان د ملي امنیت ریاست مرستیال له طالبانو سره جګړه کې ټپي شو

غلام قادر کمین

په ارزګان کې د ملي امنیت ریاست مرستیال غلام قادر کمین له طالبانو سره جګړه کې ټپي شوی دی.

د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته وویل چې دغه جګړه تېره شپه دهراوود ولسوالۍ کې شوې او ښاغلی کمین په پښه په مرمۍ لګېدلی دی.

ښاغلی ساحل زیاتوي: "د ملي امنیت مرستیال په ډزو کې ټپي شوی دی، وضعیت‌یې د اندېښنې وړ نه‌دی او روغتیا یې ښه ده."

د راپورونو له مخې دهراوود له څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو د جګړې ډګر ګرځېدلی دی.

پرون چارواکو وویل چې د تازه دمه سرتېرو په ورسېدو، طالبان د ولسوالۍ له بازار او شاوخوا سیمو په شا شوي دي.