میوند قول اردو: هلمند کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ووژل شو

ارشیف، هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

افغان پوځي چارواکي وایي چې په هلمند کې یې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال وژلی دی.

۲۱۵ میوند قول اردو په خبرپاڼه کې څرګندوي چې ملا امان‌الله له اتو نورو طالبانو سره د ناوې ولسوالۍ په خسراباد سیمه کې د جمعې په ورځ د هوایي برید پر مهال ووژل شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.