لسګونه زره کسانو پرون په افغانستان، پاکستان، بنګلهدېش او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې د فرانسې په ضد مظاهرې وکړې.
دوی د اسلام د پیغمر حضرت محمد د کاریکاتور د خپرولو له حقه د فرانسې د دفاع په غبرګون په غصه دي.
په فرانسه کې بیا ګڼ اضافي پوځیان د امنیت د تأمین لپاره ځای پر ځای شوي.
ولسمشر امانوئل مکرون جمعه د نیس ښار هغه سیمه ولیده او خلکو تهیې خبرې وکړې چې پهکې یوه بریدګر درې تنه د چړې په ضربو وژلي و. مکرون دا یوه "اسلامي ترهګریزه حمله" وبلله.
مکرون وویل چې فرانسه د خپلو ارزښتونو په خاطر تر برید لاندې راغلې.