نامعلومو وسله‌والو کندهار کې یو مخکېنی څارنوال وواژه

ارشیف، د کندهار پولیس

نامعلومو وسله‌والو د شبیر احمد قیومي په نوم د کندهار یو مخکېنی څارنوال په ډزو سره وژلی دی.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل چې پر شبیر احمد قیومي باندې دوه موټرسایکل سپرو وسله‌والو د ښار په نهمه حوزه کې ماسپښين مهال برید کړی او هغه‌یې وژلی دی.

قیومي څو کاله مخکې د کندهار د استېناف څارنوال، مدافع وکیل او یو ځل ولسي جرګې ته کاندید هم و.

د هغه د وژل کېدو مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.