په ترکیه او یونان کې د زورورې زلزلې له امله د وژل شویو خلکو شمېر ۱۹ ته رسېدلی.
ډېره مرګژوبله د ترکیې په ازمیر کې راپور شوې.
د ترکیې چارواکو د شپې ناوخته تأیید کړه چې هلته د مړو شویو خلکو شمېر ۱۷ ته پورته شوی او د ټپيانو شمېر له ۷۰۰ کسانو اوښتې ده.
د یونان په ساموس ټاپو کې د ۲ کسانو د وژل کېدو او د ۱۹ نورو د ټپي کېدو خبره تأیید شوې ده.
د دې زورورې زلزلې مرکز د اژه سمندرګی بلل شوی چې څپې یې ان په استانبول او یونان کې حس شوي.
امریکا د دې زلزلې اندازه اووه درجې ښودلې، خو ترکیې د ریښتر په کچه ۶،۶ اعلان کړې.
ترکیه په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې ده چې پخوا هم خطرناکه زلزلې پهکې تېرې شوي.
تېره جنوري په ایلاژيک ښار کې یوې زلزلې ۳۰ کسان مړه او څه باندې ۱،۶۰۰ نور کسانیې ټپیان کړل.
د ترکیې په ازمیت «Izmit» ښار کې د ۱۹۹۹ کال زلزله تر ټولو خونړۍ بلل کېږي چې پهکې ۱۷ زره کسان مړه شوي و.