امریکا کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹,۱۰۰۰ کسان په کرونا اخته شوي

په کرونا اخته شوی کس

د امریکا په متحده ایالتونو کې د ۲۴ ساعتونو په لړ کې په کرونا ویروس د یو نوي زره (۹۱۰۰۰) کسانو د اخته کېدو بې‌ساری شمېر ثبت شو.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې پرون په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸ میلیونو او ۹ لکو ته ورسېد او په دې ویروس د مړو شمېر تر ۲ لکو او ۲۸زرو اوښتی دی.

د امریکا د براون پوهنتون د عامې روغتیا مشر ډاکټر اشیش جها رویټرز اژانس ته وویل: "اوس په امریکا کې وضعیت ډېر ناوړه دی."

د اروپا په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس بیا خپرېدو د دې لویې وچې ګڼ هېوادونه د محدودیتونو سختولو ته اړ کړي دي.

په وروستیو کې فرانسې رستورانتونه او ځینې نور غیرحیاتي کار و بارونه بند کړي، هاخوا په جرمني کې هم د نوامبر له دوېیمې دېته وَرته محدودیتونه لګول کېږي.