د استرالیا کرکټ غوره لیګ کې د یوه افغان لوبغاړي ګډون په اړه د ځينو نړيوالو ورځپاڼو ليکنه

بهرنۍ ورځپاڼې

  • بریتانیا مېل

د بریتانیا مېل ورځپاڼې د هرات په مرکزي محبس کې د بندیانو د شخړې په اړه لیکنه خپره کړې.

ورځپاڼې د دغه زندان عکس چاپ کړی او لیکلي یې دي چې د افغانستان په دغه لوېدیځ ولایت کې، چې له ایران او ترکمنستان سره په پوله کې دی، دوه نیم زره بندیان ساتل کېږي.

د هرات په مرکزي محبس کې د چهارشنبې په ماښام بلوا پیل شوه او تر نیمې شپې یې دوام وکړ.

د هرات د چارواکو په وینا شخړه هغه مهال پېښه شوه چې امنیتي ځواکونو د محبس پلټنه پیل کړه.

د دوی په وینا ځینو بندیانو د امنیتي ځواکونو له لوري له تفتیش سره مخالفت وکړ او په نتیجه کې یې شخړه پېښه شوه.

په هرات کې د بشري حقونو د کمېسیون رئیس عبدالقادر رحیمي وايي چې خپل پلاوی یې محبس ته استولی چې د پېښې حال ځان ته معلوم کړي.

سره صلیب هم ویلي چې یو څلور کسیز پلاوی یې ګومارلی چې د دې پېښې په اړه تحقیق وکړي.

  • استرالیايي رسنیو

استرالیايي رسنیو او د کرکټ ځانګړو ویب‌پاڼو د استرالیا د کرکټ په غوره لیک کې د یوه کم عمره افغان لوبغاړي د ګډون په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

دا ځوان احمد نور نومېږي. په ۲۰۰۵ م کال په کابل کې زېږېدلی او سپینر باولر دی.

د احمد نور په اړه دا هم ویل شوي چې کیڼ لاسی باولر دی او تېر کال یې د نولس کلنو په نړیوال جام سیالیو کې برخه واخیسته. او سږ کال د خپل هېواد په لیګ کې ولوبېد.

استرالیايي رسنۍ وايي چې د میلبرن رینګاډز لوبډله له نږدې یو کال راهیسې غواړي چې احمد نور واخلي.

د استرالیا د کرکټ غوره لیګ یا بیګ بش د ډسمبر په درېیمه پیلېږي او د افغانستان لږترلږه ۳ تکړه لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب‌الرحمان به هم په کې برخه ولري.

خو د احمد نور په اړه رسنیو ویلي چې نوموړی ډېرو کسانو نه‌دی لیدلی او دا په خپله یو امتیاز دی ځکه چې ډېر لوبغاړي به‌یې له لوبې سره بلد نه‌وي.