ارزګان کې لا هم د وسله‌والو طالبانو او حکومتي ځواکونو جګړه روانه ده

د ارزګان نقشه

د ارزګان د دهراود ولسوالۍ د امنیې قومندان وايي، د دې ولسوالۍ په بازار کې لا هم د وسله‌والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

جان محمد کریمي څو ساعته مخکې ازادي راډیو ته وویل چې نیم بازار لاهم د طالبانو په ولکه کې دی.

هغه زیاته کړه: "دې خوا نیم بازار زموږ په واک کې دی. دښمن د بازار له غرب څخه ګټه اخیستې، هلته چې مارکیټونه دي له دې ځایه جګړه کوي او د روغتون شاته چې کورونه دي له دې کورونو جګړه کوي."

تر دې مخکې د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته ویلي وو چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د دهراود بازار په شااوخوا سیمو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي او لږترلږه ۳۷ وسله‌وال یې وژلي دي.

د ساحل په وینا سیمې ته د طالبانو په شاه تبولو لپاره تازه نوي ځواکونه هم استول شوي دي.

طالبانو له تېرو دوو ورځو راهېسې د دهراود ولسوالۍ پر مرکز پراخ بریدونه پیل کړي دي.

خپله طالبانو د د هراود د وروستۍ جګړې په اړه تبصره نه‌ده کړې.