فرانسه کې امنیتي احضارات تر ټولو لوړې سطحې ته پورته شول

فرانسه کې له برید وروسته د امنیت خوندیتوب

وروسته له هغې چې د فرانسې په یوه کلیسا کې یوه حمله کوونکي په چړې درې کسان ووژل، په دغه هېواد کې امنیتي احضارات تر ټولو لوړې سطحې ته پورته شول.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پرونۍ پېښه "یوه اسلام‌پاله تروریستي" حمله بللې ده.

بل‌خوا د فرانسې صدراعظم ژان کاستکس په دغه هېواد کې د نیس کلیسا په شااوخوا کې د وسله‌والو پولیسو د یوه کمرند په ایجاد سره د احضاراتو شدت زیات کړ.

حمله کوونکي چې د الله اکبر نارې وهلې د پولیسو په ډزو ټپي شو.