بلاروس له روسیې پرته له نورو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې پولې وتړلې.
دغه اقدام د الکساندر لوکاشینکا تر هغو هڅو وروسته کېږي چې په بلاروس کې پر لارو او سړکونو د مظاهرو د ختمولو لپاره یې پیل کړې دي.
مظاهرې د بلاروس د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو د نتایجو پرخلاف چې لوکاشینکا یې په نتیجه کې بریالی اعلان شوی، پیل شوي دي.
د دغه هېواد د سرحدونو د کنټرول کمېټې پرون د هغه څه په پلمه چې دوی د کرونا وبا بللې، له لاتویا، لتوانیا، پولنډ او اوکراین سره د خپلو سرحدونو د تړلو خبر ورکړ.
خو داسې ګنګوسې دي، چې دغه اقدام ښايي سیاسي انګېزه ولري.
د سرحدونو د کنټرول کمېټې ویلي، یوازې د بلاروس وګړي او باروړونکي موټر کولای شي، د ځمکنیو چک پاینټونو له لارې دغه هېواد ته ننوځي.