د بلغاریا جمهور رئیس وروسته له هغې ځان قرنطین کړ چې د دفتر رئیس یې په کرونا ویروس اخته وبلل شو.
د دې هېواد جمهوري ریاست ویلي د جمهور رئیس رومن رادف د دفتر رئیس ډیمېټار ستویانوف د پنجشنبې په ورځ په 'کوویډ-۱۹' ویروس اخته تشخصی شو.
د بلغاریا د جمهوري ریاست په وینا ستویانوف د اکټوبر له ۲۶ مې نیټې راهېسې دفتر کې نهو او د جمهوري ریاست له کارمندانو سره یې وروستی تماس درې ورځې کې مخکې وو.
د دې هېواد صدراعظم بویاکو بوریسوف او د مرکزي بانک رئیس یې ډېمېټر راډیف هم په 'کوویډ-۱۹' د اخته کېدو له کبله په قرنطین کې دي.
بلغاریا پرون په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پوهنتونونه، لېسې او شپني کلپونه د دوو اوونیو په مخه وتړل.
په دې هېواد کې تر اوسه تر ۴۵ زرو زیات کسان په کرونا اخته شوي چې نږدې ۱۲ سوه تنهیې دې ناروغۍ وژلي دي.