پروان کې چارواکي وايي، پنځه تنهیې د یو ۲۸ کلن کس د وژلو په تړاو نیولي دي.
د پروان د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر مشر سلیم نوري ازادي راډیو ته وویل، پولیسو دا کسان د چاریکار ښار په یوولسمه ناحیه کې د پنجشنبې په ورځ نیولي دي.
راپورونه وايي تر دې دوه ورځې مخکې یو ځوان هلک په چاریکار کې په ډزو وژل شوی و.
د دې پېښې علت او انګیزه تر اوسه روښانه نهده.