چارواکي: بدخشان کې هوايي بريد ۲۰ وسله‌وال طالبان ووژل

ارشیف، د افغان ځواکونو هوايي حمله

د بدخشان ولایت چارواکي وايي، د بر یفتل په دوابه سیمه کې پرون چهارشنبه شل تنه وسله‌وال طالبان په هوايي برید کې ووژل شول.

د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "هوايي ځواک پر هغو سنګرونو چې په‌خوا د ولسي پاڅونوالو وو او طالبانو هغه سیمه نیولې وه، برید وکړ چې د طالبانو نږدې ۳ مورچې ویجاړې شوي او د دولت ۲۰ وسله‌وال مخالفان وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي"

طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د راپورونو له مخې طالبانو نږدې دوې اوونۍ وړاندې د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار په اتمه حوزه کې د بریفتل سیمه ونیوله.