د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان فرید احمد مشعل له دوو تنو نورو سره د طالبانو په یوه غلچکۍ حمله کې ټپي شو.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویندوی عبدالشایق شورش ازادي ته وویل چې دا پېښه پرون مازدیګر وشوه.
هغه زیاته کړه: "قوماندان صاحب د الهسای ولسوالۍ د لیدو لپاره تللی و، کله چې بېرته راستنېدو د الهسای او تګاب ترمنځ د کورغل په سیمه کې د دښمن له لوري غلچکۍ برید وشو، دوه ساعته جګړه وشوه او له بده مرغه قوماندان صاحب، د پولیسو د امنیت مدیر او یو سرتېری سرسري ټپیان شول او د قوماندان صاحب چلوونکی شهید شو."
طالبانو د دې پېښې په اړه لا څه نهدي ویلي.