'طالبانو د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ بازار او امنیه قومانداني نیولي'

د افغانستان په عمومي نقشه کې ارزګان ولایت

ځیني راپورونه وايي چې وسله‌والو طالبانو د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ بازار او امنیه قومانداني نیولي دي.

پر دې ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو حملې روانې دي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو یوه استازي بسم‌الله جان محمد او د دهراوود ځینو اوسېدونکو نن ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د دهراوود بازار ته داخل شوي او امنیه قومانداني یې نیولې ده.

بسم‌الله جان محمد وايي چې اوس د ولسوالۍ په بازار کې جګړه روانه ده.

پرون د ارزګان چارواکو ادعا کړې وه چې دې ولسوالۍ ته کمکي ځواک استول شوی دی.