د بلاروس د کورنیو چارو وزیر؛ پر ویجاړوونکو یا ترهګري کوونکو ډزې وکړئ

د بلاروس د کورنیو چارو وزیر یوري کرایف

د بلاروس د کورنیو چارو وزیر ویلي، امنیتي ځواکونه پر هغو کسانو ډزې کولای شي چې "ویجاړوونکو یا ترهګریزو" فعالیتونو کې برخه واخلي.

یوري کرایف دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه اوس په هېواد شموله اعتصاب بدل شوي دي.

لوکاشینکا بیا دغه اعتصاب "د پلان شویو جرمي ډلو" کار بللی دی.

د بلاروس د کورنیو چارو وزیر چې د مظاهره‌چیانو د ځپلو لپاره پرې اروپایي ټولنې بندیزونه لګولي په یوه مرکه کې ویلي، د سوله‌ییزو مظاهره‌چیانو پر ضد به وسله نه‌کارېږي، خو په خبره‌یې که کوم څوک ګډوډي یا ترهګریز فعالیت وکړي، د پولیسو له‌خوا به‌یې په فزیکي فعالیت یا وسلې مخه نیول کېږي.

بلاروس کې د سیاسي مخالفانو له‌خوا عمومي اعتصاب وروسته له هغې پیل شو چې الکساندر لوکاشینکا د مخالفانو له پرله‌پسې غوښتنو سره سره وویل چې استعفا نه‌ورکوي.