د افغانانو په مشرۍ له سولې بهیر د هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو ملاتړ

قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

د هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه غونډه کې په افغانستان کې پر داسې سولې ټینګار وشو چې واک‌یې د افغانانو وي.

په دې غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ انلاین ترسره شوه، اصلي اجنډا یې د هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د مېلمه په توګه په دې غونډه کې برخه واخیسته.

د هند، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په ګډ بیان کې وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې د داسې بهیر ملاتړ کوي چې مشري یې د افغانانو وي، مالکیت‌یې د افغانانو وي او واک‌یې هم له افغانانو سره وي.