افغان ځواکونو د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو ضد عملیات پيل کړي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات د بابرو، لاهور او چهارغولبې په سیمو کې پيل شوي او ورو ورو مخته ځي.

ښاغلی بارکزی زیاتوي: "وسله‌وال ترهګر هلته په ملکي کورونو کې پټ دي. زموږ امنیتي ځواکونو ډېر په احتیاط هلته عملیات روان کړي، که خدای کول ډېر ژر به سیمه له ترهګرو څخه پاکه شي."

د ارغنداب د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د ملي اردو لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء او د کورنیو چارو وزارت ارشد معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع کندهار ته رسېدلي دي.