د سولې روان بهیر کې د ښځو حقونو ته د افغانستان لومړۍ مېرمنې اندېښنه

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني

د افغانستان لومړۍ مېرمنې د سولې په روان بهیر کې د ښځو حقونو ته اندېښنه ښکاره کړه.

د اتلانتیک شورا د څېړنیز مرکز له لوري په جوړه شوې انلاین غونډه کې چې پرون د امریکا متحده ایالاتو پخوانۍ لومړۍ مېرمن لورا بوش هم برخه اخیستې وه، رولا غني وویل، که چېرته د سولې د توافق په ترڅ کې طالبانو ته ډېر څه وسپارل شي هغه پرمختګونه به له خطر سره مخامخ شي چې په وروستیو کې افغان ښځو کړي دي.

مېرمن غني زیاتوي: "افغان ښځې سوله غواړي، افغان نارینه هم سوله غواړي، موږ ټول سوله غواړو. څوک، په ګوټ ګوټ کې له ۴۰ کلونو ناامنۍ او شخړو وروسته سوله نه‌غواړي، خو موږ په هره بیه سوله نه‌غواړو."

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سپټمبر په ۱۲مه د افغان دولت د پلاوي او طالبانو ترمنځ لیدنې کتنې پيل شوې دي او تر اوسه دواړه لوري د سولې د خبرو پر کړنلارې موافقې ته نه‌دي رسېدلي.

د افغان دولت په ۲۱ کسیز پلاوي کې څلور مېرمنې دي او د طالبانو په پلاوي کې مېرمنې نه‌شته.