د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پاکستان د ویزو په برخه کې د ستونزو پر هواري خبرې وکړې.
حنیف اتمر او شا محمود قریشي د دغو ټیلفوني خبرو پر مهال په افغانستان کې د پاکستان د کونسلي چارو د پياوړتیا پر امکان بحث کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل چې دغه ټیلفوني خبرې تېر ماښام وشوې.
هغه زیاته کړه: "د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شا محمود قریشي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان وګړو د ویزو د مشکلاتو پر حل او د کنسلي خدماتو د ظرفیت په لوړولو خبرې وکړې."
د ویزو د ستونزو د هواري په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي، د دغه بهیر د اسانه کولو هڅه کوي.
پاکستان شاوخوا اته میاشتې د افغانانو لپاره ویزې بندې کړې وې او اوس ډېر افغانان د ویزو تقاضا لري.
تېره اونۍ جلال اباد کې د ویزې اخیستو پر مهال ټېل ماټېل کې لږ تر لږه دیارلس ښځې مړې شوې او نږدې همدې شمېر کې ښځې او نارینه ټپیان شول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د وزارت سرپرست حنیف اتمر له پاکستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او سولې بهیر کې د پرمختګونو په اړه هم غږېدلی دی.