په امریکا کې یوه ارزښت لرونکې مجسمه بولۍ ته وړاندې کېږي

آرشیف

په امریکا کې نن یوه ډېره ارزښت لرونکې مجسمه بولۍ ته وړاندې کېږي.

د دغې مجسمې ارزښت، چې یوه سویسي هنرمند البیرتو جیوکومیتي جوړه کړې، څه باندې ۹۰ میلیونه ډالر ښودل شوی.

د مجسمې د اخیستلو لپاره تر پرونه (د اکتوبر تر ۲۷مې) پېرېدونکو فرصت درلود چې خپلې بیې د پلور کمېټې ته وسپاري.

د (ګرانډ فیمي ۱) مجسمه دوه متر او شپږاویا سانتي متره قد لري چې په ۱۹۶۰ مو کلونو کې جوړه شوې ده.

له دې وړاندې د همدغه هنرمند جیوکومیتي له خوا جوړه شوې یوه مجسمه په ۲۰۱۵ کال کې په ۱۴۱ میلیونه ډالرو خرڅه شوه.