چارواکي: په دهراود کې طالبانو د ولسوالۍ د بازار یو شمېر سیمې نیولي

ارشیف

د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې خلک او ولسي استازي وایي چې طالبانو د ولسوالۍ د بازار یو شمېر سیمې نیولي دي.

ځایي اوسېدونکو هلته د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، چې طالبانو تېره شپه د ولسوالۍ پر مرکزي پوستو بریدونه کړي چې لا هم جګړه روانه ده.

په ولسي جرګه کې د ارزګان استازی بسم الله محمدي، چې خپله د دهراود اوسېدونکی دی، وایي چې طالبان د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانیو ته نږدې شوي دي.

هغه زیاته کړه: "زما په نظر دوی به له قومندانۍ او ولسوالۍ څخه دوه سوه متره لرې وي، باید پلي کمانډویان د عملیاتو لپاره مرسته وکړي، پنځه-شپږ پوستې محاصره دي، د خیر محمد په نوم یو تکړه قومندان و، هغه شهید شوی دی."

په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې لوا ویاند جګړن اقا محمد صافي ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دهراود ولسوالۍ کې وضعیت عادي دی او طالبانو کومه سیمه نه ده نیولې.

پر دهراوود ولسوالۍ طالبانو له تېرې یوې میاشتې راهسې بریدونه پیل کړي.