په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړېږي

ارشیف

په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د پانګونې اسانتیا لپاره د قانوني اسانتیاوو د چمتو کولو تر څنګ د غیرقانوني استخراج د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس د مرکز په جوړولو کار روان دی.

د دې وزارت ویاند ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې وزارت په دې اړه د یوې بلجیمي کمپنۍ له استازو سره خبرې کړي او په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي.

دغه بلجیمي کمپنۍ چې کابل ته به راځي، د قیمتي او نیمه ‌قیمتي ډبرو د پانګونې په برخه کې به کار وکړي.

وزارت وايي، په دې سره به د هېواد عایدات زیات او سلګونو کسانو ته به د دندو فرصتونه برابر شي.

اوسمهال د افغانستان قیمتي ډبرې د پروسس لپاره بهرنیو هېوادونو ته وړل کېږي.