فراه کې چارواکي وایي، یوې پېغلې د دوو ورونو د وژنې پر غم ځان وژنه کړې ده.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وایي، د دغې نجلۍ دوه ورونه چې د ملي اردو په لیکو کې یې فعالیت کاوه، وروستیو کې د طالبانو له خوا ووژل شول.
محب وایي، دغه نجلۍ بې سرپرسته پاتې وه او د ښار اړوند اسحاقزیو سیمه کې یې ځان وژلی دی.
تر اوسه خپلواکو سرچینو د دغې نجلۍ پر ځان وژنې تبصره نه ده کړې.