د پروان چارواکي: هوفیانو کې د یوه سړي مړی پيدا شوی

ارشیف

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دوی د یوه سړي مړی پيدا کړی دی.

د امنیه قومندانۍ د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي ازادي راډیو ته وویل معلومه نه ده چې دا کس څنګه او د چا له خوا وژل شوی خو مړی یې نن سهار د هوفیانو د سړک په سیمه کې پیدا شوی.

پروان پرون هم د یوې امنیتي پېښې شاهد و.

د جرمونو په وړاندې د مبارزې د مدیر ښاغلي هاشمي په خبره په بګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې په سر وسله واله نښته شوې وه چې پکې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.