د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په کتنه کې په افغانستان کې د خپل هېواد د رول دفاع وکړه.
سوبرا مینیام جې شنکر پرون په نوي ډیلي کې له مایک پامپیو او مارک ایسپر سره تر کتنې وروسته، د افغانستان په ګډون یې د سیمې د څو هېوادونو پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې.
هغه وویل: "د افغانستان په امن او ثبات کې د هندوستان ونډه څرګنده ده دا زموږ تمایل هم دی، چې په دې هدف په روانو نړیوالو هڅو کې ونډه ولرو."
تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ ویلي وو، هېواد یې اندېښمن دی، چې هندوستان ښايي د افغانستان له خاورې د پاکستان د بې ثباتۍ لپاره کار واخلي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون د عمران خان د څرګندونو په تړاو ازادۍ راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت نه پرېږدي، چې کوم هېواد یې له خاورې د نورو پرضد کار واخلي.