کابل کې چاودنې ۳ تنه وژلي

د کابل نقشه

کابل ښار کې چاودنې ۳ کسه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، نن له غرمې وروسته شااوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند د سرای چقرک سیمه کې پر یوې سراچه ډوله موټر نښلول شوی مقناطیسي ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې ۳ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

لا تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.