د پکتیا محلي چارواکي وايي په ملي پولیسو کې د محلي پولیسو د ادغام پروسه په چټکۍ روانه ده.
پرون هم نږدې ۴۰ تنه محلي پولیس تر روزل کېدو وروسته په ملي پولیسو کې مدغم شول.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د پکتیا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې ځیني سیمهییز پولیس تر یو میاشتنۍ روزنې وروسته د ملي پولیسو په لیکو کې مدغم شول. دغه پولیس به د یادې ولسوالۍ د امن تأمینولو په برخو کې په دنده وګمارل شي."
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي درې اوونۍ مخکې ویلي وو چې تر درېیو میاشتو پورې به په افغانستان کې د محلي پولیسو ۲۴ زره کسیز تشکیل ختم شي.
د محلي پولیسو پر تشکیل او د فعالیتونو پر څرنګوالي له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې انتقادونه شوي دي.