دفاع وزارت: د کندهار-هلمند لویه لار له طالبانو تصفیه شوه

افغان ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت له طالبانو، د کندهار-هلمند د لویې لارې د تصفیې خبر ورکړ.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، اوس خلک کولای شي په ډاډه زړه پر دې لار تګ راتګ وکړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو د ساتنې د مسؤلیت په چوکاټ کې د کندهار-هلمند پر لار پوځي عملیات وکړل او دغه لار یې په بشپړ ډول تصفیه کړه. د دې لارې په اوږدو کې په لسګونه ماینونه کشف او شنډ کړای شول."

وسله‌والو طالبانو د دغو عملیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

پر هلمند د وسله‌والو طالبانو له تازه ډله‌ییزې حملې وروسته د کندهار-هلمند د لویې لارې ځینې برخې ناامنه شوې وې.