روغتیا سازمان: افغانستان کې به نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان پولیو واکسین شي

ارشیف

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په پام کې ده نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان چې عمرونه‌یې تر ۵ کلونو کم دي د ګوزڼ یا پولیو پر ضد واکسین شي.

دغه سازمان پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي چې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین لومړی کمپاین د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله ځنډېدلی و.

په افغانستان کې د ګوزڼ له‌منځه وړلو ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل میر جان راسخ ازادي راډیو ته ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیله د ګوزڼ ۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي اوس ۹ میلیونه او ۹ لکه ماشومان په تازه کمپاین کې واکسین کوي او له ټولو اړخونو یې غوښتنه کړې چې د کمپاین په عملي کولو کې همکاري وکړي.