چارواکي: د هرات ښاروال او ۷ همکاران یې د بډې اخیستلو په تور نیول شوي

ارشیف

د هرات ښاروال غلام حضرت مشفق او د هغه ۷ همکاران د اداري فساد او بډې اخیستلو په تور ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن د دغو کسانو د نیولو خبره اعلان کړه.

د هرات ولایت یوه سیمه ییز چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې مشفق او د هغه ملګري باالفعل د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو د پلاوي له خوا ونیول شول.

تر دې دمخه د هرات په ښاروالۍ کې د فساد راپورونه ورکړل شوي وو.

ښاغلي مشفق ته نږدې کسانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پرون بیا د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل چې د درنو جرمونو څارنوالي د هرات د والي، د ولایتي شورا د دریو غړیو او د روغتیا د رییس په شمول د ۲۱ چارواکو دوسیې چې د کرونا ویروس د بودیجې په برخه کې په فساد تورن دي تکمیل او محکمې ته سپارلي دي.