ملي امنیت په هلمند کې د اتلانو په نوم ۱۰۰۰ کسیزه ډله رامنځته کړې

افغان ملي امنیتي ځواکونه

د افغانستان ملي امنیت ریاست په هلمند کې د اتلانو په نوم یوه زر کسیزه ډله رامنځته کړې ده.

د سیمه‌ییزو چارواکو په خبره په دې زر کسیزه ډله کې د هلمند یو شمېر اوسېدونکي شامل دي څو د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو په وړاندې وجنګېږي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ډله د ملي امنیت په چوکاټ کې رامنځته شوې او ټول امکانات همدا اداره ورکوي څو امنیتي چارې مخته یوسي او وکولای شي چې په منظمه توګه په سیمه کې امنیت ټینګ کړي."

له دې مخکې هم په هلمند او ځینو نورو سیمو کې ورته ډلې رامنځته شوې وې.

په ځینو برخو کې بیا خلکو شکایت کړی و چې د دغو ډلو ځینو غړیو د سیمې خلک ځورول.