میدان وردګ چارواکي: نرخ او سیداباد کې ۲۱ طالبان وژل شوي

د افغان امنیتي ځواکونو یو انځور

چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د والي محیب‌الله شریف زوی نن ازادۍ راډيو ته وویل چې دغه وسله‌وال د افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې پرمهال هغه مهال وژل شوي کله چې غوښتل پر یو شمېر امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړی.

نوموړی وايي، تېره شپه لسګونه وسله‌والو طالبانو د سیداباد ولسوالۍ په عبدالمحی الدین سیمه کې غوښتل چې پر د امنیتي ځواکونو برید وکړي چې د افغان امینتي ځواکونو د غبرګون په پایله کې ۱۶ وسله‌وال مخالفین وژل شوي.

شریف زوی زیاتوي د دې تر څنګ د نرخ ولسوالۍ په دراني سيمه کې هم د قاري اسماعیل په ګډون ۵ کسه وسله‌وال مخالفین وژل شوي هغه مهال ووژل شوه چې غوښتل يي دغلته پر امنیتي پوستو برید وکړي.

دغه چارواکي وايي، چې یو شمېر وسلې او مهمات يې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت پر خپل ټوېټر په نرخ کې د برید په اړه خبر خپور کړی دی.

هغه لیکلي چې د امریکا هوايي ځواک بېګا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او د امریکا – طالبانو د دوحې تړون په اساس د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې هوايي برید وکړ او ۵ طالب جنګیالي یې ووژل.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه‌دي ویلي.