ملګري ملتونه: افغانستان کې اوربند له کویډ۱۹ سره مبارزه کې مرسته کوي

کندهار کې د اوربند ورځو یو انځور-18 June 2018

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په افغانستان کې د بشردوستانه اوربند ټینګښت به ټول په دې برلاسي کړي چې د ګډ (دښمن ) یعنې کویډ۱۹ پر ضد مبارزه وکړي.

په کابل کې د دغه سازمان د استازولۍ دفتر یوناما نن په ټویټر باندې لیکلي چې بشردوستانه اوربند به له ژمي مخکې ټولو اړمنو افغانانو ته د مهمو بشري مرستو د رسېدو زمینه برابره کړي.

ملګرو ملتونو له دې مخکې هم په وار وار په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواو په تېره بیا طالبانو غوښتي چې بشردوستانه اوربند ته غاړه کیږدي.

سره له دې چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي خو په دغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی.