تیخانوفسکایا: له نن به بلاروس کې حکومت ضد اعتصاب پیل شي

د بلاروس د اپوزیسیون مشره سویتلانا څیخانوفسکایا

د بلاروس د اپوزیسیون مشره سویتلانا تیخانوفسکایا وايي چې له نن دوشنبې څخه به د ټول هېواد په کچه د حکومت پرضد د خلکو اعتصاب پیل شي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د بلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا ته د اپوزیسیون له‌خوا ورکړل شوی مهلت پرون د اکتوبر په ۲۵ مه پای ته ورسېد.

پرون له یولک زیاتو کسانو د بلاروس په بېلابېلو ښارونو کې د لوکاشینکا پرضد لاریون وکړ.

پرون د دې اعتراضونو یوولسمه یکشنبې وه او خلک د کورنیو چارو وزارت له هغه خبرداري سره چې ویل یې په بې جواز مظاهرو کې دې ګډون نه کوي، لاریونونو ته راووتل.

په پلازمېنه مینسک کې پرون په داسې حال کې چې لسګونه زره کسان د خپلواکۍ د ماڼۍ خوا ته روان وو پولیسو له بېسده کوونکو لاسي بمونو کار واخیست او په نتیجه کې یو تن ټپي شو. د راپورونو له مخکې دولتي ځواکونو لسګونه کسان هم ونیول.

مېرمن تیخانوفسکایا تېره شپه ناوخته په یوه بیان کې وویل، رژیم یوځل بیا د بلاروس خلکو ته وښودله چې له زوره کار اخیستل یوازینی کار دی چې د ترسره کولو توان یې لري.

دا اعتراضونه نږدې دوه میاشتې مخکې وروسته له هغه پیل شول چې د بلاروس د انتخاباتو کمېسیون د مې د نهمې په انتخاباتو کې لوکاشینکا په سلو کې د اتیا رایو ګټونکی اعلان کړ. اپوزیسیون وايي چې په رأیو کې تقلب شوی دی.