امریکا د القاعده شبکې د جګپوړي غړي ابومحسن المصري وژل کېدل تأیید کړ

د القاعده شبکې جګپوړي غړي ابومحسن المصري

د متحده ایالاتو په افغانستان کې د القاعده شبکې د جګپوړي غړي ابومحسن المصري وژل کېدل تأیید کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د تروریزم پرضد د مبارزې د ملي مرکز مشر کریس مېلر د محاربې له لیکې د المصري وتل د القاعده شبکې لپاره لویه ماته بللې او ویلي یې دي چې القاعده شبکې د امریکا او د امریکا د متحدانو له‌خوا سختې پرله پسې ضربې خوړلې دي.

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست پرون یکشنبې په یوه بیان کې وویل چې المصري د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د دې ادارې د ځواکونو د ځانګړو عملیات په ترڅ کې وژل شوی دی.

په بیان کې یادونه شوې چې المصري له طالبانو او حقاني شبکې سره نږدې اړیکې پالل او د دوی وسله‌وال یې تمویلول.